د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی

ساخت وبلاگ
د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (رکا) اووم کانفرانس نن(سې شنبه د نومبر ۱۴) د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې پيل شو. په دې کانفرانس کې د سیمې او نړۍ د ۴۴ هېوادونو او ۳۸ نړیوالو ټولنو استازو او چارواکو ګډون کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې د دې کانفرانس په لومړۍ ورځ درې جلا پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي. * هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه * هند په لومړي ځل د چابهار له لارې افغانستان ته غنم ولېږل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په وړاندې د خنډونو ارزول به د لومړۍ غونډې موضوع وي. دویمه مهمه غونډه چې افغان چارواکي یې د رکا په تاریخ کې نوې پيښه ګڼي د سیمې په کچه د سوداګرۍ په ډګر کی د ښځو د وړتیا د لوړولو په اړه مهمه ګڼل کېږي. د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني چې پرون عشق اباد ته رسیدلې دې غونډې ته وینا کوي. په دې کانفرانس کی د افغانستان د سوداګرۍ - اقتصاد - د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې او د ښځو د چارو وزیرانو هم ګډون کړی. + نوشته شده توسط بهشته سمون در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 15:2 | د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 253 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

په پاکستان کې د افغانستان په اړه دا تصور اوس یقیني شوی چې کابل په اقتصادي او تجارتي ډګر کې په بشپړ ډول د پاکستان له اغیز او دهلیزه بهر شوی او افغان ولسمشر وتوانېد چې د پاکستان له اقتصادي او سوداګریزې کلابندۍ خپل هېواد خلاص کړي. دا په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کامیاب مزل بلل کیږي، چې په بازارونو کې یې د پا کستاني توکو څېرې نور د خلکو له ذهنونو په وتو دي. پر ډیورنډ پراته د تورخم او سپین بولدک پرتله، اوس د نیمروز، شیرخان بندر، حیرتانو، تورغونډۍ، اقینې او اسلام کلا بندرونه ډیر بوخت دي. په وچه کې د راګېرافغانستان په اړه اوس د اسلام اباد ورځنى تصور د هغوی له رسنیو له ورایه په ډاګه کیږي. په پنجاب کې د سیاستوالو د ورځيني بحث دويمه درجه توده موضوع د افغانستان د بهرنۍ او اقتصادي تګلارو بری دی، چې د پاکستاني شنونکو په باور یې وکولای شوای له پاکستان پرته نړۍ سره پخه او ډاډمنه راشه درشه پراخه کړي. کابل ته اوس له اسیا، اروپا، منځني ختیځ، ختیځې اسیا او ان امریکا څخه سوداګریزو توکو نوې لارې موندلي او افغان بازارونو په رنګارنګ نړیوالو معیاري مصرفي توکو بېله ښکلا خپله کړې ده. + نوشته شده توسط بهشته سمون در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 15:22 | د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 289 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

 د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر اسدالله حنیف بلخي له دندې لیرېکړل شوی. د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه فرمان کې د پوهنې وزارت مرستیال محمد ابراهیم شینواری د سرپرست وزیر په توګه معرفي شوی. وړاندې ویل کېدل چې ښاغلی بلخي د ورپېښې ناروغۍ له کبله کار مخته نه شي وړلی، خو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړي له کار خوښ نه و. د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم کې راغلي، د نوي وزیر تر معرفي کېدو پورې به ښاغلی شینواری ددغه وزارت سرپرست وي. ښاغلی بلخي یو کال وړاندې د ولسي جرګې له استیضاح وروسته د باور رایو په اخیستو ونه توانېد، خو د سرپرست په توګه یې خپل کار ته دوام ورکاوه. + نوشته شده توسط بهشته سمون در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 19:16 | د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 268 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

بي بي سي ته ویل شوي، چې په ایران کې زورورې زلزلې شاوخوا ۱۲۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي او زرګونه کسان له کورونو بهر په یخه هوا کې پاتې دي. د ایران - عراق په شمالي سرحدي سیمو کې د ریختر په کچه له ۷٫۳ درجې زلزلې وروسته اوس زرګونه ایرانیانو دویمه شپه هم له کورونو بهر په یخه هوا کې تېره کړه. حکومت د کرمانشاه ولایت د زلزلې ځپلو غرنیو سیمو لپاره د مرستو رسولو په لټه کې دی. هلته سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي. د تېرې یکشنبې ورځې په دې زلزله کې تر ۴۳۰ ډېر کسانوژلش وي او نژدې ۷۰۰۰ نور ټپیان شوي دي. ایران سې شنبې ورځ د ملي ویر ورځ وټاکله. په پام کې ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني زلزلې ځپلې سیمې ته ولاړ شي، خو هلته د نړیوالو رسنیو د ورتګ اجازه تر اوسه نه ده ورکړل شوې. په ځینو سیمو کې لنډمهالي کلینیکونه جوړ شوي د ایران حکومتي رسنۍ ایرنا ویلي، زلزلې په ایران کې ۴۳۰ کسان وژلي. له عراق سره په ګڼ مېشتې سرحدي سیمه کې هم نهه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د ایران حکومتي تلوېزیون وايي، له زلزلې زرګونو ژوندیو پاتې وګړو دویمه شپه هم بهر په یخه هوا کې تېره کړې ده. یوې خبري رسنۍ ویلي، ۷۰۰۰۰ خلک سرپناګانو ته اړتیا لري، ملګرو ملتونو ویلي، که له دوی مرسته وغوښتله شي، بېړنۍ مرستې ته چمتو دي. + نوشته شده توسط بهشته سمون در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 19:26 | د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 290 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

د اسيا بنسټ (اېشيا فونډېشن) وايي د افغانستان راتلونکي په تړاو د افغانانو هيلې د تېرکال پرتله سږ ډېرې شوې دي. د دغې ادارې له لوري تر سره شوې نظر پوښتنه کې د پوښتل شویو وگړو ۳۳ سلنې ویلي چې هېواد يې پر سم لوري روان دی، چې د تېر کال پر تله څلور سلنه زياتوالی ښیي. د اسيا بنسټ سږني رپوټ لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۰ زره کسانو سره خبرې شوي، چې نیمایي برخه یې ښځې دي. امنیت، اقتصاد، حکومتولي، دولتي خدمتونه، ټاکنې، رسنۍ، د ښځو چارې او کډوالي هغه موضوعات چې په اړه د خلکو نظر پوښتل شوی. پوښتل شويو وگړو د خپلې خوشبينۍ مهم دلايل يې دا ښوولې: •حکومتوالۍ کې ښه والى •اقتصادي مثبت خوځښت •د ښځو د حقونو ورکړې کې پرمختگ د پوښتل شويو ٦١ سلنې بيا د هېواد تگلوري په تړاو خوشبين نه دي، خو دغه سلنه تېرکال نژدې ٦٦ وه. سروې ښوولې چې پر ملي وحدت حکومت هم د خلکو باور کې څه د پاسه ٧ سلنه زياتوالى راغلى. پوښتل شويو ويلي د حکومت چارې په پرتله ييز ډول ښې شوې دي. د ولايتي او د ولسواليو د ادارو له چارو هم د خلکو په رضايت ٥ سلنه ډېر شوى. خو دا کچه د کليوالو سيمو پر تله په ښارونو کې ډېره ده. د رپوټ پر بنسټ د تېر کال پر تله ډېر شمېر خلک اوس پر عامه بنسټونو باور کوي خو د ژوندانه د ښه کولو په برخه کې د مشرانو پر وړتيا شکمن دي. + نوشته شده توسط بهشته سمون در چهارشنبه بیست و چهارم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 8:58 | د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 238 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان،ازربایجان او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو د ټرانسپورتي او ټرانزیتي لاجوردو لارې د ګټې اخيستنی هوکړه لیک نن په عشق آباد کی لاسلیک کړ. د دغه هوکړه لیک پر بنسټ افغانستان چی په وچه کی ایسار يو هېواد دی، د سوداګریزې راکړه ورکړی لپاره یوې نوی بدیلې لاری ته لاسری وموند. د لاجوردو لار د افغانستان له تور غونډۍ او اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي. دازربایجان دباکو له ښاره تر تېریدو وروسته، د ګرجستان د تفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به دترکیې قارس ته رسېږي. له قارس وروسته به استنبول او بیا به دغه لار له نړیوالو اوبو سره یو ځای شي. افغانان باور لري، چې دوه زره کاله پخوا لا افغان سوداګرو دغه لار کاروله چې شل پېړۍ وروسته ېې د بیا ځلې کارولو هوډ لري. د لاجوردو لاره افغانستان تر کومه رسولی شي؟ 'اروپا ته د لاجوردو له لارې ۸۰٪ افغان صادرات او واردات' "ترکيه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي" افغان ولسمشر اشرف غني ۲۰۱۵ کال کې ویلي و، په راتلونکو دريو کلونو کې به اروپا ته د افغانستان نژدې ۸۰ سلنه صادرات او واردات د لاجوردو له لارې کېږي: ''په راتلونکو درېو کلونو کې به انشاء الله د لاجوردو د لارې په موجوديت کې زموږ ۸۰ سلنه صادرات او واردات د منځنۍ اسيا له لارې اروپا ته کېږي. د لاجوردو لار له ګاونډيانو سره زموږ د اړيکو پر ضد نه ده، ب د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 238 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان په مخدره توکو روږدي دي. افغان چارواکي وايي، دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي. بل خوا، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله تر بل هر وخت زیاته شوې. اوس ددې اندښنه شته چې د کوکنارو د کرکېله په زیاتېدو سره به د روږدو کسانو، په ځانګړي ډول د معتادو ماشومان شمېر هم لا زیات شي. د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت وايي، په دې هېواد کې شاوخوا ۱۰۰ زره ماشومان روږدي دي. د ملګرو ملتونو نوی خپور شوی رپوټ ښيي چې په افغانستان کې د تریاکو کرکېله او تولید د پخوا په پرتله په بېسارې توګه ډېر شوی. اوس اندېښنه دا ښودل شوې چې د تریاکو د تولید له ډېرېدو سره به دې څه ته لاسرسی اسانه او د روږدو ماشومانو شمېر هم لا زیات شي. په هیرویینو د روږدو ماشومانو د درملنې د مرکز یوه ټولګي ته ورغلو، چې په دې مرکز کې تر ډېره له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو درملنه کېږي. کرنې وزارت پر کروندګرو د زعفرانو ۵۰۰ ټنه بوزغلی وېشي په دې ماشومانو کې ځینو ته یې اعتیاد له مور او پلاره میراث پاتې دی او یو شمېر یې بیا له خپلو روږدو میندو سره دې مرکز ته د درملنې لپاره راوستل شوي دي. په مخدره توکو د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره د درملنې ملي مرکز کې د شاوخوا ۳۱ ماشومانو درملنه کیږيپه هیرویینو د روږدو ماشومانو د درملنې د مرکز یوه ټولګي ته ورغلو، چې په دې مرک د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 276 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

د کابل ښار په یوه امن خونه کې د ډېرو نورو مېرمنو تر څنګ شل کلنه لېمه هم اوسېږي، هغه د ننګرهار ولایت اصلي اوسېدونکې ده. وايي، ځوانۍ په درشل کې وم چې د ورور بدل شوم، د لېمې کړاوو هم له هماغې ورځې پیل شو. د لېمې ورور په یوې نجلۍ مین و، د ورور د هیلو پوره کولو په خاطر داسې چاته په نکاح شوه چې هیڅ يې نه پيژاند؛ لیمه او ورور یې اته میاشتې کوژدن پاتې شول، په ورور یې د خوښیو او پر دې د غم باران و. د سپینو جامو پر ځای یې واده له نورو څخه په پور شويو کالیو کې تېر شو، د ګلونو پر ځای یې کوټه کې زړې سترنجۍ هوارې وې، د لاسونو نکریزو یې لا رنګ نه و پیکه کړی چې جارو یې په لاس کې ورکړه او د کور د کارونو د سمبالښت امر ورته وشو، دا کار خو اسانه و، ځکه حتی په ښارونو کې د ډېرو فکر همدا دی او ناوې د دې لپاره کور ته راولي چې خپل لاسونه یې سپک شي او کارونه پرې کم شي. خو د لیمې کار دومره ساده نه و، هغې له کوره بهر هم باید کار کړی وای، داسې کار چې د لېمې په خيال کې هم نه و تېر شوی، دا کار خير ټولول ؤ، هغې په عمر خیر نه و ټول کړی خو اوس د خسرګنۍ لخوا مجبورېده چې سوال وکړي او خیر وغواړي. لېمه وايي "خسرګنۍ مې یوه ورځ په زوره د خیر راټولولو په موخه له کوره بهر ولیږلم هغوی هم له ماسره یو ځای لاړل، د جمعې ورځ وه، د جومات خوله کې موږ ټولو لاسونه اوږده کړل، خو هر چا چې د چادرۍ لاندې زما لاس لیده نو ویل یې، ځوانه ښ د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 265 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

د افغانستان پلازمېنې کابل ښار شمال خیر خانې سیمې یوۀ تالار دروازه کې چاودنه شوې. دغه تالار کې د عطا محمد نوړ په ملاتړ غونډه روانه وه چې ځینې افغان سیاستوالو هم په کې گډون کړى وو. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، په برید کې ١٤کسان وژل شوي، چې اته يې پولیس او شپږ يې ولسي وګړي دي. د افغانستان روغتيا وزارت وايي په دغه پېښه کې لږ تر لږه ١٨ تنه ټپيان شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر اسمعیل کاووسي وړاندې ویلي و چې تر اوسه کابل امبولانس د کابل روغتونونو ته د برید له ځایه پنځه مړي او ۱۶ ټپیان وروړي. د ښاغلي مجاهد په وينا یوه پلي ځانمرګي برید کوونکي غوښتل دغه تالار ته ننوځي، خو هوټل ته د ننوتلو په لار لومړۍ تلاشۍ کې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او هدف ته له رسېدو مخکې یې ځان چوولی. نوموړی وايي، پېښه کې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند پنځه پولیس وژل شوي. چاودنه د "قصر نوین" په نوم په هغه تالار کې شوې ده، چې د بلخ د والي عطاء محمد نور پلویانو د نوموړي په ملاتړ غونډه پکې جوړه کړې وه. عطا محمد نور په خپل خپاره کړي يوۀ ويډيويي پيغام کې ويلي "په حکومت کې دننه ځينې کړۍ د بريد تر شا دي". ښاغلي عطا چې وړاندې يې هم ورته څرگندونې کړي ځينو تېرو پېښو ته په اشاره وويل "د جنبش روشنايي پر وړاندې بريد، زنبق څلور لارې کې پر لاريونيانو ډزې او د سالم ايزېديار جنازې په مراسم د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 238 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزي بي بي سي ته ویلي، د ولسمشر له خوا له دندې د نوموړي لیرې کېدل ناقانونه عمل دی، د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ښاغلي احمدزي د لیرې کولو پرېکړه یې د ټاکنیز کمېسیون د پرېکړې پربنسټ کړې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یوه استول شوي وېډیويي کلیپ کې ویلي، له اړوندو بنسټونو یې د ښاغلي احمدزي پرځای د نوي کس د معرفي کولو غوښتنه کړې ده. "ولسمشر ناقانونه کار کړی" د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په بنسټ ددې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی. پر هغه د کمکارۍ نیوکې وې، خو ښاغلي احمدزي بیا د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بللی. دا کار داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي دي. ښاغلي احمدزي زموږ له همکار عبیدالله حسام سره په مرکه کې ټینګار کړی چې دی به د تېر په څېر خپله دنده پاتې شي او د مشرتابه په توګه به د ټاکنو د کمېسیون چارې پرمخ بیايي. د ولسمشر په فرمان کې اړوند ادارو ته ویل شوي، چې د نویو کاندیدانو نوملړ د کمېسیون غړیو ته وسپاري. ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو له لوري ټاکل شوی و. د ولسمشر غني د حکومت له لومړي سره د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو خبرې کېدې او له ډېر مودې ځنډ وروسته د کمېسیون د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...ادامه مطلب
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 260 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45