ټرامپ ایران د یوه ''متعصب رژیم '' په توګه غندلی دی او د نړیوال اتومي پروګرام له تاییدولو یې انکار کړی دی. نوموړي ویلي دغه هوکړه به اوس کانکریس ته سپاري او له متحدینو سره به مشوره کوي، چې څنګه د دې هوکړې مخه ونیسي.
متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمولسمشر ټرمپ پر ایران تور پورې کړ، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او وايي اتومي وسلو ته د لاسرسي لپاره به د ایراني رژیم پر وړاندې ټولې لارې وتړي. نړیوال مبصرین وايي، ایران د ۲۰۱۵ کال دغې هوکړي عملي کېدو ته په بشپړه توګه ژمن دی.
خو ولسمشر ټرمپ وايي، دغه هوکړه ډېره پسته ده او ایران ته اجازه ورکوي چې د درنو اوبو له ټاکلي حده تېر شي او نړیوال ساتونکي وډاروي.
د نوموړي په وینا 'ایران د هوکړې روح ته ژمن نه دی ' او دې موضوع ته له پامه پرته د بندیزونو لېرې کولو له اقدامه ګټه پورته کوي.
ولسمشر ټرمپ ویلي متحده ایالتونه حق لري، چې هر مهال وغواړي له دغې هوکړې پر شا شي
د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید
برچسب : تاییدولو, نویسنده : behishta بازدید : 202 تاريخ : دوشنبه 22 آبان 1396 ساعت: 11:56