د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی

متن مرتبط با «پاکستان» در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی نوشته شده است

افغانستان د پاکستان له اقتصادی اغیز په وتو دی

  • په پاکستان کې د افغانستان په اړه دا تصور اوس یقیني شوی چې کابل په اقتصادي او تجارتي ډګر کې په بشپړ ډول د پاکستان له اغیز او دهلیزه بهر شوی او افغان ولسمشر وتوانېد چې د پاکستان له اقتصادي او سوداګریزې کلابندۍ خپل هېواد خلاص کړي. دا په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کامیاب مزل بلل کیږي، چې په بازارونو کې یې د پا کستاني توکو څېرې نور د خلکو له ذهنونو په وتو دي. پر ډیورنډ پراته د تورخم او سپین بولدک پرتله، اوس د نیمروز، شیرخان بندر، حیرتانو، تورغونډۍ، اقینې او اسلام کلا بندرونه ډیر بوخت دي. په وچه کې د راګېرافغانستان په اړه اوس د اسلام اباد ورځنى تصور د هغوی له رسنیو له ورایه په ډاګه کیږي. په پنجاب کې د سیاستوالو د ورځيني بحث دويمه درجه توده موضوع د افغانستان د بهرنۍ او اقتصادي تګلارو بری دی، چې د پاکستاني شنونکو په باور یې وکولای شوای له پاکستان پرته نړۍ سره پخه او ډاډمنه راشه درشه پراخه کړي. کابل ته اوس له اسیا، اروپا، منځني ختیځ، ختیځې اسیا او ان امریکا څخه سوداګریزو توکو نوې لارې موندلي او افغان بازارونو په رنګارنګ نړیوالو معیاري مصرفي توکو بېله ښکلا خپله کړې ده. + نوشته شده توسط بهشته سمون در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 15:22 | , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها