د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی

متن مرتبط با «افغانستان» در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی نوشته شده است

د افغانستان په اړه د سیمه ییزې همکارۍ کانفرانس پیل شو

  • د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ (رکا) اووم کانفرانس نن(سې شنبه د نومبر ۱۴) د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد کې پيل شو. په دې کانفرانس کې د سیمې او نړۍ د ۴۴ هېوادونو او ۳۸ نړیوالو ټولنو استازو او چارواکو ګډون کړی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې د دې کانفرانس په لومړۍ ورځ درې جلا پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي. * هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه * هند په لومړي ځل د چابهار له لارې افغانستان ته غنم ولېږل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په وړاندې د خنډونو ارزول به د لومړۍ غونډې موضوع وي. دویمه مهمه غونډه چې افغان چارواکي یې د رکا په تاریخ کې نوې پيښه ګڼي د سیمې په کچه د سوداګرۍ په ډګر کی د ښځو د وړتیا د لوړولو په اړه مهمه ګڼل کېږي. د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني چې پرون عشق اباد ته رسیدلې دې غونډې ته وینا کوي. په دې کانفرانس کی د افغانستان د سوداګرۍ - اقتصاد - د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې او د ښځو د چارو وزیرانو هم ګډون کړی. + نوشته شده توسط بهشته سمون در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 15:2 | , ...ادامه مطلب

  • افغانستان د پاکستان له اقتصادی اغیز په وتو دی

  • په پاکستان کې د افغانستان په اړه دا تصور اوس یقیني شوی چې کابل په اقتصادي او تجارتي ډګر کې په بشپړ ډول د پاکستان له اغیز او دهلیزه بهر شوی او افغان ولسمشر وتوانېد چې د پاکستان له اقتصادي او سوداګریزې کلابندۍ خپل هېواد خلاص کړي. دا په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کامیاب مزل بلل کیږي، چې په بازارونو کې یې د پا کستاني توکو څېرې نور د خلکو له ذهنونو په وتو دي. پر ډیورنډ پراته د تورخم او سپین بولدک پرتله، اوس د نیمروز، شیرخان بندر، حیرتانو، تورغونډۍ، اقینې او اسلام کلا بندرونه ډیر بوخت دي. په وچه کې د راګېرافغانستان په اړه اوس د اسلام اباد ورځنى تصور د هغوی له رسنیو له ورایه په ډاګه کیږي. په پنجاب کې د سیاستوالو د ورځيني بحث دويمه درجه توده موضوع د افغانستان د بهرنۍ او اقتصادي تګلارو بری دی، چې د پاکستاني شنونکو په باور یې وکولای شوای له پاکستان پرته نړۍ سره پخه او ډاډمنه راشه درشه پراخه کړي. کابل ته اوس له اسیا، اروپا، منځني ختیځ، ختیځې اسیا او ان امریکا څخه سوداګریزو توکو نوې لارې موندلي او افغان بازارونو په رنګارنګ نړیوالو معیاري مصرفي توکو بېله ښکلا خپله کړې ده. + نوشته شده توسط بهشته سمون در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 15:22 | , ...ادامه مطلب

  • د افغانستان د پوهنې چار سمبالی وزیر له دندې ګوښه شو

  •  د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر اسدالله حنیف بلخي له دندې لیرېکړل شوی. د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه فرمان کې د پوهنې وزارت مرستیال محمد ابراهیم شینواری د سرپرست وزیر په توګه معرفي شوی. وړاندې ویل کېدل چې ښاغلی بلخي د ورپېښې ناروغۍ له کبله کار مخته نه شي وړلی، خو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړي له کار خوښ نه و. د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم کې راغلي، د نوي وزیر تر معرفي کېدو پورې به ښاغلی شینواری ددغه وزارت سرپرست وي. ښاغلی بلخي یو کال وړاندې د ولسي جرګې له استیضاح وروسته د باور رایو په اخیستو ونه توانېد، خو د سرپرست په توګه یې خپل کار ته دوام ورکاوه. + نوشته شده توسط بهشته سمون در سه شنبه بیست و سوم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 19:16 | , ...ادامه مطلب

  • افغانستان کې د راتلونکي لپاره هیلې ډیرې شوي

  • د اسيا بنسټ (اېشيا فونډېشن) وايي د افغانستان راتلونکي په تړاو د افغانانو هيلې د تېرکال پرتله سږ ډېرې شوې دي. د دغې ادارې له لوري تر سره شوې نظر پوښتنه کې د پوښتل شویو وگړو ۳۳ سلنې ویلي چې هېواد يې پر سم لوري روان دی، چې د تېر کال پر تله څلور سلنه زياتوالی ښیي. د اسيا بنسټ سږني رپوټ لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۰ زره کسانو سره خبرې شوي، چې نیمایي برخه یې ښځې دي. امنیت، اقتصاد، حکومتولي، دولتي خدمتونه، ټاکنې، رسنۍ، د ښځو چارې او کډوالي هغه موضوعات چې په اړه د خلکو نظر پوښتل شوی. پوښتل شويو وگړو د خپلې خوشبينۍ مهم دلايل يې دا ښوولې: •حکومتوالۍ کې ښه والى •اقتصادي مثبت خوځښت •د ښځو د حقونو ورکړې کې پرمختگ د پوښتل شويو ٦١ سلنې بيا د هېواد تگلوري په تړاو خوشبين نه دي، خو دغه سلنه تېرکال نژدې ٦٦ وه. سروې ښوولې چې پر ملي وحدت حکومت هم د خلکو باور کې څه د پاسه ٧ سلنه زياتوالى راغلى. پوښتل شويو ويلي د حکومت چارې په پرتله ييز ډول ښې شوې دي. د ولايتي او د ولسواليو د ادارو له چارو هم د خلکو په رضايت ٥ سلنه ډېر شوى. خو دا کچه د کليوالو سيمو پر تله په ښارونو کې ډېره ده. د رپوټ پر بنسټ د تېر کال پر تله ډېر شمېر خلک اوس پر عامه بنسټونو باور کوي خو د ژوندانه د ښه کولو په برخه کې د مشرانو پر وړتيا شکمن دي. + نوشته شده توسط بهشته سمون در چهارشنبه بیست و چهارم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 8:58 | , ...ادامه مطلب

  • اروپا ته د افغانستان په لاره هوکړه وشوه

  • د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان،ازربایجان او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو د ټرانسپورتي او ټرانزیتي لاجوردو لارې د ګټې اخيستنی هوکړه لیک نن په عشق آباد کی لاسلیک کړ. د دغه هوکړه لیک پر بنسټ افغانستان چی په وچه کی ایسار يو هېواد دی، د سوداګریزې راکړه ورکړی لپاره یوې نوی بدیلې لاری ته لاسری وموند. د لاجوردو لار د افغانستان له تور غونډۍ او اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي. دازربایجان دباکو له ښاره تر تېریدو وروسته، د ګرجستان د تفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به دترکیې قارس ته رسېږي. له قارس وروسته به استنبول او بیا به دغه لار له نړیوالو اوبو سره یو ځای شي. افغانان باور لري، چې دوه زره کاله پخوا لا افغان سوداګرو دغه لار کاروله چې شل پېړۍ وروسته ېې د بیا ځلې کارولو هوډ لري. د لاجوردو لاره افغانستان تر کومه رسولی شي؟ 'اروپا ته د لاجوردو له لارې ۸۰٪ افغان صادرات او واردات' "ترکيه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي" افغان ولسمشر اشرف غني ۲۰۱۵ کال کې ویلي و، په راتلونکو دريو کلونو کې به اروپا ته د افغانستان نژدې ۸۰ سلنه صادرات او واردات د لاجوردو له لارې کېږي: ''په راتلونکو درېو کلونو کې به انشاء الله د لاجوردو د لارې په موجوديت کې زموږ ۸۰ سلنه صادرات او واردات د منځنۍ اسيا له لارې اروپا ته کېږي. د لاجوردو لار له ګاونډيانو سره زموږ د اړيکو پر ضد نه ده، ب, ...ادامه مطلب

  • افغانستان کې سل زره ماشومان په نشه یې توکو روږد دي

  • رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان په مخدره توکو روږدي دي. افغان چارواکي وايي، دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي. بل خوا، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله تر بل هر وخت زیاته شوې. اوس ددې اندښنه شته چې د کوکنارو د کرکېله په زیاتېدو سره به د روږدو کسانو، په ځانګړي ډول د معتادو ماشومان شمېر هم لا زیات شي. د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت وايي، په دې هېواد کې شاوخوا ۱۰۰ زره ماشومان روږدي دي. د ملګرو ملتونو نوی خپور شوی رپوټ ښيي چې په افغانستان کې د تریاکو کرکېله او تولید د پخوا په پرتله په بېسارې توګه ډېر شوی. اوس اندېښنه دا ښودل شوې چې د تریاکو د تولید له ډېرېدو سره به دې څه ته لاسرسی اسانه او د روږدو ماشومانو شمېر هم لا زیات شي. په هیرویینو د روږدو ماشومانو د درملنې د مرکز یوه ټولګي ته ورغلو، چې په دې مرکز کې تر ډېره له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو درملنه کېږي. کرنې وزارت پر کروندګرو د زعفرانو ۵۰۰ ټنه بوزغلی وېشي په دې ماشومانو کې ځینو ته یې اعتیاد له مور او پلاره میراث پاتې دی او یو شمېر یې بیا له خپلو روږدو میندو سره دې مرکز ته د درملنې لپاره راوستل شوي دي. په مخدره توکو د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره د درملنې ملي مرکز کې د شاوخوا ۳۱ ماشومانو درملنه کیږيپه هیرویینو د روږدو ماشومانو د درملنې د مرکز یوه ټولګي ته ورغلو، چې په دې مرک, ...ادامه مطلب

  • د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی

  • په افغانستان کې یوې څارونکې ادارې؛ په دغه هېواد کې د لویو زندانونو وضعیت غیرانسانی بللی. د روڼتیا د څار ادارې د کابل مرکزي زندان په ګډون د افغانستان درېیو لویو زندانونو وضعیت وضعیت ارزولي. دغې ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، زندانیان د څښاک پاکو اوب,افغانستان,زندانونو ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها