د اسيا بنسټ (اېشيا فونډېشن) وايي د 1 1 په تړاو د افغانانو هيلې د تېرکال پرتله سږ ډېرې شوې دي.
د دغې ادارې له لوري تر سره شوې نظر پوښتنه کې د پوښتل شویو وگړو ۳۳ سلنې ویلي چې هېواد يې پر سم لوري روان دی، چې د تېر کال پر تله څلور سلنه زياتوالی ښیي.
د اسيا بنسټ سږني رپوټ 1 د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۰ زره کسانو سره خبرې شوي، چې نیمایي برخه یې ښځې دي.
امنیت، اقتصاد، حکومتولي، دولتي خدمتونه، ټاکنې، رسنۍ، د ښځو چارې او کډوالي هغه موضوعات چې په اړه د خلکو نظر پوښتل شوی.
پوښتل شويو وگړو د خپلې خوشبينۍ مهم دلايل يې دا ښوولې:
•حکومتوالۍ کې ښه والى
•اقتصادي مثبت خوځښت
•د ښځو د حقونو ورکړې کې پرمختگ
د پوښتل شويو ٦١ سلنې بيا د هېواد تگلوري په تړاو خوشبين نه دي، خو دغه سلنه تېرکال نژدې ٦٦ وه.
سروې ښوولې چې پر ملي وحدت حکومت هم د خلکو باور کې څه د پاسه ٧ سلنه زياتوالى راغلى. پوښتل شويو ويلي د حکومت چارې په پرتله ييز ډول ښې شوې دي.
د ولايتي او د ولسواليو د ادارو له چارو هم د خلکو په رضايت ٥ سلنه ډېر شوى. خو دا کچه د کليوالو سيمو پر تله په ښارونو کې ډېره ده.
د رپوټ پر بنسټ د تېر کال پر تله ډېر شمېر خلک اوس پر عامه بنسټونو باور کوي خو د ژوندانه د ښه کولو په برخه کې د مشرانو پر وړتيا شکمن دي.
برچسب:
نویسنده: بنیامین صالحپور