د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی

متن مرتبط با «لپاره» در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی نوشته شده است

افغانستان کې د راتلونکي لپاره هیلې ډیرې شوي

  • د اسيا بنسټ (اېشيا فونډېشن) وايي د افغانستان راتلونکي په تړاو د افغانانو هيلې د تېرکال پرتله سږ ډېرې شوې دي. د دغې ادارې له لوري تر سره شوې نظر پوښتنه کې د پوښتل شویو وگړو ۳۳ سلنې ویلي چې هېواد يې پر سم لوري روان دی، چې د تېر کال پر تله څلور سلنه زياتوالی ښیي. د اسيا بنسټ سږني رپوټ لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۰ زره کسانو سره خبرې شوي، چې نیمایي برخه یې ښځې دي. امنیت، اقتصاد، حکومتولي، دولتي خدمتونه، ټاکنې، رسنۍ، د ښځو چارې او کډوالي هغه موضوعات چې په اړه د خلکو نظر پوښتل شوی. پوښتل شويو وگړو د خپلې خوشبينۍ مهم دلايل يې دا ښوولې: •حکومتوالۍ کې ښه والى •اقتصادي مثبت خوځښت •د ښځو د حقونو ورکړې کې پرمختگ د پوښتل شويو ٦١ سلنې بيا د هېواد تگلوري په تړاو خوشبين نه دي، خو دغه سلنه تېرکال نژدې ٦٦ وه. سروې ښوولې چې پر ملي وحدت حکومت هم د خلکو باور کې څه د پاسه ٧ سلنه زياتوالى راغلى. پوښتل شويو ويلي د حکومت چارې په پرتله ييز ډول ښې شوې دي. د ولايتي او د ولسواليو د ادارو له چارو هم د خلکو په رضايت ٥ سلنه ډېر شوى. خو دا کچه د کليوالو سيمو پر تله په ښارونو کې ډېره ده. د رپوټ پر بنسټ د تېر کال پر تله ډېر شمېر خلک اوس پر عامه بنسټونو باور کوي خو د ژوندانه د ښه کولو په برخه کې د مشرانو پر وړتيا شکمن دي. + نوشته شده توسط بهشته سمون در چهارشنبه بیست و چهارم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 8:58 | , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها