د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی

متن مرتبط با «کابل» در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی نوشته شده است

کابل کې د جمعیت اسلامي پر غونډې ځانمرګۍ برید موږ کړی

  • د افغانستان پلازمېنې کابل ښار شمال خیر خانې سیمې یوۀ تالار دروازه کې چاودنه شوې. دغه تالار کې د عطا محمد نوړ په ملاتړ غونډه روانه وه چې ځینې افغان سیاستوالو هم په کې گډون کړى وو. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، په برید کې ١٤کسان وژل شوي، چې اته يې پولیس او شپږ يې ولسي وګړي دي. د افغانستان روغتيا وزارت وايي په دغه پېښه کې لږ تر لږه ١٨ تنه ټپيان شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر اسمعیل کاووسي وړاندې ویلي و چې تر اوسه کابل امبولانس د کابل روغتونونو ته د برید له ځایه پنځه مړي او ۱۶ ټپیان وروړي. د ښاغلي مجاهد په وينا یوه پلي ځانمرګي برید کوونکي غوښتل دغه تالار ته ننوځي، خو هوټل ته د ننوتلو په لار لومړۍ تلاشۍ کې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او هدف ته له رسېدو مخکې یې ځان چوولی. نوموړی وايي، پېښه کې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند پنځه پولیس وژل شوي. چاودنه د "قصر نوین" په نوم په هغه تالار کې شوې ده، چې د بلخ د والي عطاء محمد نور پلویانو د نوموړي په ملاتړ غونډه پکې جوړه کړې وه. عطا محمد نور په خپل خپاره کړي يوۀ ويډيويي پيغام کې ويلي "په حکومت کې دننه ځينې کړۍ د بريد تر شا دي". ښاغلي عطا چې وړاندې يې هم ورته څرگندونې کړي ځينو تېرو پېښو ته په اشاره وويل "د جنبش روشنايي پر وړاندې بريد، زنبق څلور لارې کې پر لاريونيانو ډزې او د سالم ايزېديار جنازې په مراسم, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها