کابل کې د جمعیت اسلامي پر غونډې ځانمرګۍ برید موږ کړی

ساخت وبلاگ

https://ichef-1.bbci.co.uk/news/375/cpsprodpb/20AF/production/_98776380_043032876.jpgد افغانستان پلازمېنې کابل ښار شمال خیر خانې سیمې یوۀ تالار دروازه کې چاودنه شوې. دغه تالار کې د عطا محمد نوړ په ملاتړ غونډه روانه وه چې ځینې افغان سیاستوالو هم په کې گډون کړى وو.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، په برید کې ١٤کسان وژل شوي، چې اته يې پولیس او شپږ يې ولسي وګړي دي.

د افغانستان روغتيا وزارت وايي په دغه پېښه کې لږ تر لږه ١٨ تنه ټپيان شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر اسمعیل کاووسي وړاندې ویلي و چې تر اوسه کابل امبولانس د کابل روغتونونو ته د برید له ځایه پنځه مړي او ۱۶ ټپیان وروړي.

د ښاغلي مجاهد په وينا یوه پلي ځانمرګي برید کوونکي غوښتل دغه تالار ته ننوځي، خو هوټل ته د ننوتلو په لار لومړۍ تلاشۍ کې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او هدف ته له رسېدو مخکې یې ځان چوولی.

نوموړی وايي، پېښه کې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند پنځه پولیس وژل شوي. چاودنه د "قصر نوین" په نوم په هغه تالار کې شوې ده، چې د بلخ د والي عطاء محمد نور پلویانو د نوموړي په ملاتړ غونډه پکې جوړه کړې وه.

عطا محمد نور په خپل خپاره کړي يوۀ ويډيويي پيغام کې ويلي "په حکومت کې دننه ځينې کړۍ د بريد تر شا دي". ښاغلي عطا چې وړاندې يې هم ورته څرگندونې کړي ځينو تېرو پېښو ته په اشاره وويل "د جنبش روشنايي پر وړاندې بريد، زنبق څلور لارې کې پر لاريونيانو ډزې او د سالم ايزېديار جنازې په مراسمو کې د جمعيت مشرتابه په نښه کول ټول پلان شوي گامونه دي چې په حکومت او نظام کې دننه کړۍ په کې مخامخ لاس لري."

خو د نوموړي د دغو څرگندونو په تړاو د حکومت غبرگون لا مخې ته نه دى راغلى.

پولیس وايي، ځانمرګی برید کوونکی یې هدف ته له رسېدا مخکې دروازه کې پېژندلی او هغه هم پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي

داعش د بريد پړه منلې او په خپله وېبپاڼه "اعماق" کې يې ليکلي، د دغې ډلې يوۀ غړي د جمعيت اسلامي گوند پر غونډې دا بريد کړى، خو په دې تړاو کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

کابل کې ځانمرګي "۵" کسان ووژل او "۲۰" ټپیان کړل

د کابل دشت برچي سیمې جومات کې "شپږ کسان وژل شوي"

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې شوى ځانمرگى بريد غندلى او پر جوماتونو، تکيه خانو او ولسي ځايونو کې بريدونه يې له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللي. ښاغلي غني د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرگنده کړې

د دغو مراسمو ویناوال احمد ضیاء مسعود، حاجي ظاهر قدیر، ستار مراد، عبدالحفیظ منصور او د ولسي جرګې ځینې نور غړي او د جمعیت اسلامي ګوند ځینې مشران هم وو.

ځايي رسنۍ وايي، چاودنه د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته شوې ده.

وسله والو طالبانو په برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.

دا په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې کابل کې دویم برید دی.

ځايي رسنۍ وايي، چاودنه د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته شوې ده.

دوې اونۍ وړاندې د کابل ډیپلوماتیکه سیمه کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه پنځه کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل. اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د برید پړه منلې وه.

+ نوشته شده توسط بهشته سمون در جمعه بیست و ششم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 7:57 |
د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 239 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45