د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی

متن مرتبط با «کولو» در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی نوشته شده است

د احمدزي ګوښه کولو پریګړه تاکنیز کمیسیون کړې ده

  • په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزي بي بي سي ته ویلي، د ولسمشر له خوا له دندې د نوموړي لیرې کېدل ناقانونه عمل دی، د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ښاغلي احمدزي د لیرې کولو پرېکړه یې د ټاکنیز کمېسیون د پرېکړې پربنسټ کړې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یوه استول شوي وېډیويي کلیپ کې ویلي، له اړوندو بنسټونو یې د ښاغلي احمدزي پرځای د نوي کس د معرفي کولو غوښتنه کړې ده. "ولسمشر ناقانونه کار کړی" د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په بنسټ ددې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی. پر هغه د کمکارۍ نیوکې وې، خو ښاغلي احمدزي بیا د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بللی. دا کار داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي دي. ښاغلي احمدزي زموږ له همکار عبیدالله حسام سره په مرکه کې ټینګار کړی چې دی به د تېر په څېر خپله دنده پاتې شي او د مشرتابه په توګه به د ټاکنو د کمېسیون چارې پرمخ بیايي. د ولسمشر په فرمان کې اړوند ادارو ته ویل شوي، چې د نویو کاندیدانو نوملړ د کمېسیون غړیو ته وسپاري. ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو له لوري ټاکل شوی و. د ولسمشر غني د حکومت له لومړي سره د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو خبرې کېدې او له ډېر مودې ځنډ وروسته د کمېسیون , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها