د احمدزي ګوښه کولو پریګړه تاکنیز کمیسیون کړې ده

ساخت وبلاگ

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزي بي بي سي ته ویلي، د ولسمشر له خوا له دندې د نوموړي لیرې کېدل ناقانونه عمل دی، د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د ښاغلي احمدزي د لیرې کولو پرېکړه یې د ټاکنیز کمېسیون د پرېکړې پربنسټ کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یوه استول شوي وېډیويي کلیپ کې ویلي، له اړوندو بنسټونو یې د ښاغلي احمدزي پرځای د نوي کس د معرفي کولو غوښتنه کړې ده.

"ولسمشر ناقانونه کار کړی"

د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په بنسټ ددې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی. پر هغه د کمکارۍ نیوکې وې، خو ښاغلي احمدزي بیا د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بللی.

دا کار داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي دي. ښاغلي احمدزي زموږ له همکار عبیدالله حسام سره په مرکه کې ټینګار کړی چې دی به د تېر په څېر خپله دنده پاتې شي او د مشرتابه په توګه به د ټاکنو د کمېسیون چارې پرمخ بیايي.

د ولسمشر په فرمان کې اړوند ادارو ته ویل شوي، چې د نویو کاندیدانو نوملړ د کمېسیون غړیو ته وسپاري. ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو له لوري ټاکل شوی و.

د ولسمشر غني د حکومت له لومړي سره د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو خبرې کېدې او له ډېر مودې ځنډ وروسته د کمېسیون نویو غړیو پر کار پیل وکړ.

د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د افغان ولسمشر له لوري د ټاکنو کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسون کمېشنرانو له ټاکل کېدو وروسته افغان مشرتابه ویلي و، ټاکنیز سمونونه او د نویو ټاکنیزو کمیسیونونو رامنځ ته کول د ملي یووالي د حکومت د هوکړې له اصلي مادو څخه وو، چې په وینا یې د ملي یووالي حکومت مشرانو یوه ژمنه عملي شوه.

+ نوشته شده توسط بهشته سمون در جمعه بیست و ششم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 8:6 |
د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی...
ما را در سایت د افغانستان د زندانونو وضعیت نا انساني دی دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : behishta بازدید : 261 تاريخ : يکشنبه 10 دی 1396 ساعت: 3:45